کمیسیون ګڼ افغان کډوال په زور له پاکستانه را ایستل شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون وايي، په يوه ورځ کې ۳ زره او ۵۲۸ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه په جبري توګه رايستل شوي دي.
د ياد کمېسيون دارالانشا د خپلو کمېټو د ورځني کاري راپور په خپرولو سره ويلي، دغه شمېر کډوال پرون (شنبه) د هېواد له بېلابېلو لارو راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د ننګرهار تورخم له لاري ۳ زره او ۱۲۴ تنه، د کندهار سپين بولدک له لارې ۴۰۴ تنه او هلمند بهرامچې له لارې ۱۷۰ تنه راغلي دي.
کمېسيون زياته کړې چې د دوی د بېلابېلو کمېټو له لوري ورته لازمې اسانتياوې هم برابرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون کاري کمېټې هره ورځ له يادو لارو له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير تنظيم او مديريت کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w2598e

