کندهار د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د انارو د پروسس فابریکه پرانېستل شوه

په کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ کې نن د انارو د پروسس فابریکه د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت رسماً پرانېستل شوه. دغه فابریکه، چې د «میلکو» په نوم فعالیت کوي، د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د انارو جوس، د انارو اوبه، مربا، روب او د انارو خالصې دانې تولیدوي.

د فابریکې مسوولین وایي، یاد صنعتي مرکز په یوه ساعت کې د یو ټن انارو د پروسس وړتیا لري، چې دا به د کندهار د حاصلاتو د بدیلې انرژۍ او اغېزمن مدیریت لپاره مهم رول ولوبوي.

ځايي چارواکو د فابریکې پرانېستل یو مهم اقتصادي ګام بللی او ټینګار یې کړی چې د دې مرکز په فعالېدو سره به نه یوازې د انارو د ضایعاتو کچه په پراخه کچه کمه شي، بلکې د باغدارانو عواید، د تاسیساتو کاري ظرفیت او سیمه‌ییز تولیدات به هم لوړ شي.

چارواکي زیاتوي چې د دې ډول پروسس فابریکو رامنځته کېدل کولی شي د کندهار کرنیز سکتور په پیاوړتیا، د صادراتو په زیاتېدو او د محلي تولیداتو په نړیوالو بازارونو کې د سیالۍ په لوړولو کې رغنده اغېز ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f667h
دکمه بازگشت به بالا