کندهار-سپین‌بولدک: پر عمومي لاره د وسلو او مهماتو قاچاق شنډ شو؛ دوه شکمنان نیول شوي

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د کشف او ضد استخباراتو مدیریت د کندهار او سپین بولدک پر عمومي سړک ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.

ياد وزارت وايي، دغه وسلې او مهمات د یو موټر په وسیله د انتقال په حال کې وو، چې د کشفي راپور پر بنسټ ونیول شول.

د معلوماتو له مخې، په نیول شویو توکو کې M4 او کلاشنکوفونه، نارنجکونه، توفنګچې، ۲۸۶۸ مختلفې مرمۍ، ۵ د سپوږمۍ دربینونه، ۷ د M4 دربینونه، ۱ مین‌پال، ۳۴ ډوله شاجورونه او ۷۳۱ د وسلو بېلابېلې پرزې شاملې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو وسلو او مهماتو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې مهال ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم په مرکز سربېره ځينو ولايتونو او ولسواليو کې ګڼ شمېر په غير قانوني توګه ساتل شوې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5581a
دکمه بازگشت به بالا