کندهار نېش او غورک کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو بندونو جوړېدل پیل شول

د کندهار ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په نېش او غورک ولسوالیو کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ویلي چې لومړی بند به ۵۰ زره متر مکعب او دویم بند به ۱۵ زره متر مکعب اوبه زېرمه کړای شي.

سرچینې لیکلي چې د دغو بندونو د جوړولو چارې به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

په کندهار کې تر دې مخکې هم د یو شمېر بندونو او کوچنیو چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوې وې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.

بلخوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دغو بندونو جوړولو د سېلابي اوبو د کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو لپاره مهم بللي دي.

د ویلو ده چې دا مهال د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د اوبو پخواني بندونه له خاورو او رسوباتو ډک دي او هېوادوال یې د بیارغونې غوښتنه کوي.

د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د چک برېښنا او کرنیز بند دا مهال له خاورو او رسوباتو ډک دی او د دې سیمې اوسېدونکو بار بار له حکومته غوښتي چې د دغه بند کاسه له خاورو پاکه او بیارغونه یې ژر پیل کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q582W
دکمه بازگشت به بالا