کندهار کې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په لګښت د ۹.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو پروژه پیل شوه

کندهار ښار کې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې.
د کندهار ښاروالي وايي، په دې پروژه کې د کندهار ښار له ډنډ څلور لارې څخه تر باغ پل سیمې پورې د سړک پراخولو او په اساسي ډول جوړولو چارې شاملې دي.
یاد سړک د ۶۰ مترو په پلنوالي او ۹.۵ کیلومترو په اوږدوالي سره په اساسي او معیاري بڼه رغول کيږي، چې ټولې رغنیزې چارې به یې د ۱۸ میاشتو په موده کي بشپړې شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f450f
دکمه بازگشت به بالا