کندوز قلعهزال کې د وزلوبې سیالۍ د ۸۰ چاپندازانو په ګډون ترسره شوې

په کندوز ولایت قلعه زال ولسوالۍ کې د وزلوبې سیالۍ د ۸۰ چاپندازانو په ګډون ترسره شوې، چې د کندوز د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون سیمهییزې استازولۍ او د ولسوالۍ ورزشي کمېټې په ګډه تنظیم کړې وې. دغه سیالۍ د محلي سپورټي دودونو د پیاوړتیا او د ځوانانو د ورزشي هڅونو د ودې په موخه ترسره شوې، چې ګڼ نندارهچیان یې هم لرل.
په سیالیو کې نورمحمد پهلوان د غوره چاپنداز په توګه وځلېد او لومړۍ جایزه یې خپله کړه. ورزشي مسؤولین وایي، د همدې ډول سیالیو له لارې نه یوازې دودیزې لوبې ژوندۍ ساتل کېږي، بلکې ځوان نسل ته د خوځښت، همکارۍ او ملي فرهنګي ارزښتونو د انتقال زمینه هم برابرېږي.
وزلوبه د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده او د بلخ، بامیان، کندوز او سرپل په ګډون یو شمېر ولایتونه یې د سیالیو اصلي کوربهځایونه ګڼل کېږي. شاوخوا شپږ کاله مخکې دا لوبه د افغانستان د ملي المپیک کمېټې له لوري رسماً د یوې ملي لوبې په توګه ثبت شوه، چې ورسره یې فدراسیون هم جوړ شو او فعالیتونه یې منظم شول.
اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د دودیزو لوبو د ترویج لپاره هڅې زیاتې کړې او سیمهییز چارواکي وایي چې د داسې سیالیو دوام به د هېواد کلتوري هویت لا پیاوړی کړي.

