کورمه: د مقدساتو سپکاوی او د بشري حقونو سرغړونه

د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځ په کورمې سیمه کې د ‘لیل ګدا’ په نوم پر یوه جومات بمبار کړی دی. دا پېښه هغه ورځ وشوه چې یوازې یوه ورځ وړاندې په کورمه کې شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. دغه جومات د مرکزي کورمې په مناتو سیمه کې موقعیت لري، چې د سیمه ییزو خلکو لپاره د عبادت او روحاني ارامتیا ځای دی.
د پاکستاني پوځ دا اقدام یوازې یو نظامي عمل نه دی؛ بلکې د سیمه ییزو خلکو مذهبي احساساتو ته سپکاوی ګڼل کېږي. په تېرو څو کلونو کې پاکستاني پوځ په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ګڼ شمېر جوماتونه، مدرسې او مذهبي ځایونه په هدفي توګه بمبار کړي دي. دا کړنې نه یوازې د خلکو د ژوند امنیت ته ګواښ پېښوي، بلکې د دیني ارزښتونو او د ټولنې باور ته هم زیان رسوي.
پښتونخوا وزیر اعلی وړاندې هم ویلي و چې پوځ په دې سیمو کې د مقدساتو سپکاوی کوي. دا څرګندونې د خلکو اندېښنې یوازې زیاتوي، ځکه چې د دوی مذهبي او ټولنیز ځایونه د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ د سیاسي او نظامي هدف لپاره قرباني کېږي. د کورمې پېښه دا ثابته کړه چې د ملکیانو ژوند او د مذهبي ځایونو امنیت د جګړې په سیاسي او نظامي محاسبو کې هېڅ اهمیت نه لري.
سیمه ییز خلک او ټول افغان ملت باید د دې ډول کړنو پر وړاندې غږ پورته کړي. نړیوالې بشري حقونو ادارې هم باید دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي او د پاکستان له حکومت څخه د دې ډول بشري او مذهبي سرغړونو د بندولو غوښتنه وکړي. د مقدساتو سپکاوی یوازې مذهبي او فرهنګي زیان نه دی، بلکې د ټولنې د یووالي، بشري عزت او امن لپاره مستقیم ګواښ دی.
لیکوال: ببرک سائل

