کورنیو چارو وزارت د ابراهیم صدر په مشرۍ پلاوی د ایکو ناسته کې ګډون لپاره تهران ته تللی

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال، ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ پلاوي د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) په څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته سفر وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د دې سفر موخه په یاده ناسته کې ګډون، د سیمه‌ییزو همکاریو پراخوالی او د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1223s
دکمه بازگشت به بالا