کونړ کې د مرمیو لګېدو ۹ کسان وژلي او ۴ ټپیان کړي

د کونړ ولایت مرکز اسعداباد اړوند د ډونډونو په سیمه کې تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر ملکي کورونو د توغول شويو مرمیو له امله نهه ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، مرمۍ د خلکو پر استوګنیزو کورونو لګېدلې او ټول قربانیان عام وګړي دي. د پېښې له امله په سیمه کې د کورنیو ترمنځ سخته ویره خپره شوې او ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
سرچینې زیاتوي، د مرګژوبلې ترڅنګ استوګنیزو کورونو او شخصي شتمنیو ته هم د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي. تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.
په دې تړاو د پاکستاني لوري له خوا رسمي غبرګون نه دی وړاندې شوی. سیمه ییز چارواکي وايي، وضعیت تر څار لاندې دی او اړوند بنسټونه د پېښې په اړه څېړنې کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q878q

