کُرمه د وسلوالو برید کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي

په پاکستان کې د ناامنۍ د دوام په لړ کې، د خیبرپښتونخوا په کُرمې پخوانۍ قبایلي سیمه کې د یوې امنیتي پوستې مخې ته د وسله‌والو په برید کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
رویټرز د درېیو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې برید نن د سې‌شنبې په ورځ ترسره شوی او وسله‌والو تر بريد وروسته سیمه پرېښې.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو پاکستاني طالبان خیبرپښتونخوا کې پر پاکستاني پوځيانو پراخ بریدونه کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h133f
دکمه بازگشت به بالا