کډوالو وزارت ۴۰۳ افغان کډوال له پاکستان او عراق بندخونو ازاد او کور ته ستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په روانه اونۍ کې ۴۰۳ افغان کډوال د پاکستان او عراق له بندخونو څخه ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، له دغو کسانو څخه ۴۰۰ د پاکستان او ۳ نور د عراق له بندخونو ازاد شوي، چې له دوو تر اته میاشتو یې بند کې تېرې کړې وې.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت چارواکو تل ډاډ ورکړی، چې هر هېواد کې د بندي افغانانو د خلاصون جدي هڅې کوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w231e

