کډوالو وزیر: ډنمارک د زلزلې بېځایه شویو لپاره بېړنۍ مرستې استولي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) له مشرې چارلت سلنته سره د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو رسولو په تړاو خبرې کړي.
اغلې سلنته د زلزلې د قربانیانو له کورنۍ سره غمشریکي کړې او ویلي یې دي، چې د ډنمارک د کډوالو شورا خپلې بېړنۍ مرستې د افغانستان ختیځ ته لېږلي.
نوموړې په جبري ډول د کډوالو ستنول د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي، چې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو په تړاو اندېښنې شریکې کړي او دغه راز به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
ورته مهال مولوي عبدالکبیر د دې شورا له بشردوستانه مرستو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د زلزلې له امله بېځایه شوي بېړنیو خوراکي او غیرې خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو چارو وزیر دغه راز بېځایه شویو ته د نغدي مرستو په وېش او د دوی د کورونو پر بیارغونه ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه، چې نړیوال بنسټونه دې له بېځایه شویو خپل امکانات نه سپموي.

