کډوالو کمېسیون پرون له بېلابېلو لارو ۱۴۸۰ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د را ایستل‌کېدو په دوام، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي چې پرون له بېلابېلو لارو ۱۴۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

د دې کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۴، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۰۷۹ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۴۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې په یاده ورځ ۳ زره ۱۸۶ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۱۲۲۹ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول هم په بېسارې توګه زیات شوي دي.

د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بې‌سارې توګه زیات شوي چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې ایران نږدې یو نیم میلیون کډوال را ایستلي دي.

بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د افغان کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه شکل مدیریت کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q215w
دکمه بازگشت به بالا