ګوتېرش: په غزه کې جګړه ودروي — اوربند او بېړنۍ بشري مرستې اړينې دي

د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډه د امریکا په نيويارک کې پيل شوې، پيلنیۍ ویناوې تر ډېره په غزه کې د کړکېچ، اسرائیلي عملياتو، د دوو دولتونو حل لارې، اوکرايين جګړې او اقلیمي بدلون پر مسايلو راټولې وې.

د ملګرو ملتونو د ۸۰ يمې عمومي غونډې په پيل کې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې په سودان، اوکرايین او غزه کې د جګړې د پایته رسولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګوتېرش په غزه کې د تلپاتې اوربند، د بشري مرستو زياتوالي، د ټولو يرغمل شويو کسانو خوشي کولو او د فلسطينيانو د لوږې او وژنې د پايته رسولو پر اړتيا ټينګار وکړ او دا یې هم زياته کړه چې هېڅ شی پر اسرائیلو د اکټوبر د اوومې نېټې بريدونه نه شي توجيه کولی.

په غزه کې د اسرائیلو وروستيو عملياتو او هلته روان بشري کړکېچ ته په اشاره ښاغلي ګوتېرش وويل چې د فلسطیني خلکو ټوليزه سزا د توجيه وړ نه ده او د “عدالت نړيوالې محکمې له خوا ټاکل شوي ګامونه بايد په بشپړ ډول او سملاسي پلي شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5941a
دکمه بازگشت به بالا