یمن: حوثیانو د کروز توغندي په وسیله اسرائیلي بېړۍ ویشتلې

د یمن انصارالله (حوثیانو) غورځنګ خبر ورکړی، چې حوثي بحري ځواکونو سور سمندرګي عدن خلیج کې اسرائیلو سره تړاو لرونکې بېړۍ د کروز توغندي په وسیله په نښه کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې دا بېړۍ «MINERVAGRACHT» نومېږي او اسرائیلي (اشغالي فلسطین) بندرونو ته روانه وه.

تېرې ورځې ویشتل شوې بېړۍ په اړه یحیی سریع زیاتوي، دا بېړۍ مستقیم په کروز توغندي لګېدلې او اور یې اخیستی، چې اوس د ډوبېدو ګواښ سره مخ ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې حوثیانو خبرداری ورکړی و، چې ټولې هغه بېړۍ به په نښه کړي چې اسرائیلي بندرونو ته تګ راتګ کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6167a
دکمه بازگشت به بالا