یمن د کښتی دوبېدو له کبله لږ تر لږه ٦٠ كدوال مړه شوي

يوه کښتۍ چې شاوخوا ۱۵۰ کډوال په کې سپاره وو، د يمن له ساحل سره څېرمه د خراب موسم له کبله ډوبه شوې چې له امله يې له ۶۰ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه د يکشنبې په ورځ شوې ده.
د کډوالو نړيوالې ادارې د يمن مشر ويلي، پېښه د يمن جنوبي ولايت ابين په ساحلي سيمو کې شوې او تراوسه د ۶۸ تنو مړي موندل شوي دي.
دی زياتوي، ۱۲ تنه ژغورل شوي خو لسګونه نور لا هم لادرکه دي.
د کډوالو د نړيوالې ادارې په وينا ډېری قربانيان د ايتوبيا اوسېدونکی دی. يادې ادراې دغه پېښه يوه “دردونکې فاجعه” بللې ده.