یونېسکو او اروپايي ټولنه د سواد او مهارتونو پروژه پیل شوه

یونېسکو اعلان کړی چې له اروپايي ټولنې سره په ګډه یې د سواد او حرفوي مهارتونو د زدهکړې یوه نوي پراختیایي پروژه پيل کړې ده، چې ټول ارزښت یې ۴٫۷ میلیونه یورو ښودل شوی دی. د دغه نوښت موخه د ټولنیزې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره د هغو کسانو ملاتړ دی چې د بنسټیزو زدهکړو او عملي مهارتونو ته اړتیا لري.
د یونېسکو د معلوماتو له مخې، یاد پروګرام به په پنځه ولایتونو کې پلي کېږي او نږدې ۷ زره او ۵۰۰ کسانو ته به د سواد ښوونې، عملي مهارتونو، حرفوي روزنې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې لازم خدمات وړاندې کړي. دغه پروژه به هغو کسانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د زدهکړو د دوام لپاره د اقتصادي یا ټولنیزو محدودیتونو له امله له فرصته بېبرخې پاتې شوي دي.
پروګرام په ځانګړي ډول د هغو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا لپاره طرحه شوی چې د حرفوي زدهکړو له لارې کولای شي د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پایدار عواید ترلاسه کړي. د یونېسکو او اروپايي ټولنې په ګډو څرګندونو کې ټینګار شوی چې سواد زدهکړه او عملي مهارتونه د ټولنې د پرمختګ، اقتصادي ودې او د افرادو د ظرفیت لوړولو لپاره بنسټیز اهمیت لري.
د یادې پروژې مسؤلین وايي چې د سواد پراختیا، حرفوي روزنه او مهارتییز تعلیم کولی شي زرګونه کسانو ته د کار موندنې نوې لارې پرانیزي او د ټولنې په کچه د اقتصادي ثبات سبب شي.

