۱۳ کلن افغان هلک له کابل څخه ډيلي ته پټ سفر وکړ: یوه ورځ کې بېرته راستون شو

هندۍ رسنۍ وايي يو ۱۳ کلن افغان هلک د يکشنبې په ورځ (۲۱ سپټمبر) د الوتکې د ټايرونو پورتنۍ برخه کې پټ او له “کابل څخه هند ته تللی” دی چې له پوښتنو او ګروېږنو وروسته بېرته په همدې ورځ افغانستان ته استول شوی دی.

د هندي رسنيو له مخې دغه ماشوم د کام اېر هوايي شرکت په څه کم دو ساعته الوتنه کې له کابل څخه د هند پلازمېنې ډيلې ته په نه منونکي ډول ژوندی رسېدلی و.

د هند د ډیلي په اندرا ګاندي هوايي ډګر کې د الوتکې له کېناستو وروسته عملې يو ماشوم ليدلی چې د الوتکې نژدې ګرځي او د هوايي ډګر امنيتي کسانو ته یې په دې اړه خبر ورکړ.

ویل کېږي د پوښتنو پر مهال څرګنده شوې چې دغه هلک د افغانستان د کندوز ولايت اوسېدونکی دی او له الوتنې يوه ورځ مخکې کابل ته راغلی و.

د نوي ډيلي د امنيتي چارواکو په وینا داسې ښکاري چې دغه هلک په پټه د کابل هوايي ډګر ته ننوتلی او بيا یې د الوتکې د ټايرونو بره ځان پټ کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5908a
دکمه بازگشت به بالا