۴۲۶ کډوالې کورنۍ په یوه ورځ هېواد ته راستنې شوې

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري رالېږلو په دوام، پرون هېواد ته په بېلابېلو لارو ۴۲۶ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۲۱، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۳ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۶۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې ۳۱۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۴۱۶ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې ایران او پاکستان د افغان کډوالو جبري رالېږل په بېسارې توګه زیات کړي چې وخت ناوخت یې د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او همداراز پر بشري حقونو د څار نړیوالو سازمانونو غبرګونونه هم پارولي دي.
دغو نړیوالو ادارو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي، خو ایران او پاکستان د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی دی.
بلخوا اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدنې بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی.

