۷۵ افغان کډوال له پاکستانه ازاد او خپلو سیمو ته راستنېږي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې له پاکستانه ۷۵ افغان کډوال ازاد شوي او خپلو سیمو ته راستنېږي.
یاد وزارت ویلي، چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې وو. د هېواد ته راستنېدو وروسته ورسره بشري مرستې ترسره شوي او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د کډوالو وزارت څرګنده کړې، چې په وروستیو کې د بهرنیو هېوادونو له زندانونو د افغانانو د ازادېدو هڅې چټکې شوې، ترڅو بندیان ژر خپلو کورونو ته ستانه شي او د دوی بشري وضعیت ښه شي.
دغه اقدام د افغان کډوالو د وضعیت د ښه والي په لړ کې د پام وړ ګام بلل شوی دی او د وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې د راستنېدونکو لپاره به نوره هم اسانتیاوې برابرې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q837q
دکمه بازگشت به بالا