اسلامي امارت: اشرف غني حق لري بېرته افغانستان ته راستون شي

د اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون یو غړي احمدالله وثیق ویلي، پخوانی ولسمشر اشرف غني حق لري بېرته خپل هېواد ته راستون شي.
نوموړي شمشاد ټلوېزیون ته ویلي: «اشرف غني د نورو افغانانو په څېر په خپل هېواد کې د اوسېدو حق لري.»
وثیق د شنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې د کمېسیون د تګلارې له مخې هر افغان کولای شي بېرته هېواد ته ستون شي او د یوه وګړي په توګه ژوند وکړي، ځکه دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دا حق یې خوندي دی.
اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه له افغانستانه ووت، له هغه وروسته د هېواد سیاسي وضعیت بدل شو او د اسلامي امارت واکمني پیل شوه.
نوموړی اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې اوسي او په تېرو کلونو کې یې د افغانستان د وضعیت په اړه بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له یو شمېر افغان شخصیتونو سره د اړیکو او تماس لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شو، چې تر اوسه یې په بلنه یو شمېر پخواني چارواکي هېواد ته راستانه شوي دي.

