عدلیه وزارت: د امارتي ځمکو سوداګریزه ګټه اخیستنه منع ده

د ا.ا عدلیې وزارت وایي، د امارتي ځمکو د نمرو د وېش، پلور او د ودانۍ جوړولو د اجازې د ورکړې قانون له مخې، امارتي ځمکې یوازې د سرپناه جوړولو په موخه افرادو ته وېشل یا پلورل کېږي او له هغو څخه سوداګریزه ګټه اخیستنه، لکه بیا پلور او پېر، منع ده.
وزارت نن دوشنبه، د غوايي ۲۸مه په خبرپاڼه کې د هېواد په کچه د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته سپارښتنه کړې چې د امارتي ځمکو له داسې معاملو څخه په کلکه ډډه وکړي چې د اسلامي امارت له لوري افرادو ته ورکړل شوي وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د سرغړونې په صورت کې به اړوند دفتر وتړل شي او مسؤلین او د معاملې دواړه لوري به له قانوني تعقیب سره مخ شي.

