په ۱۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست وایي، سبا سهشنبه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
د وزارت په وینا، په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، پروان، لغمان، نورستان، کونړ، لوګر او میدانوردګ ولایتونو کې د ورښت امکان شته، چې کچه به یې له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې وي.
همداراز په مرکزي او شمالختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړل شوی، چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سېلابونو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي، شاوخوا ۲۰ زره کورونه یې زیانمن کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده.

