اسلووینیا د افغان ښځو روغتیا لپاره ۲۰۰ زره یورو ځانګړې کوي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي چې د اسلووینیا حکومت د افغان ښځو او نجونو د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا لپاره ۲۰۰ زره یورو مرسته ځانګړې کړې ده.

د دې ادارې په وینا، دغه مالي ملاتړ به د زیږون مخکې او وروسته پاملرنې، خوندي زېږون او نورو اساسي روغتیايي خدماتو د ښه‌والي په برخه کې ولګول شي.

دې ادارې زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې لا هم روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي او د نړیوال ملاتړ اړتیا شته.

همداراز ویل شوي چې دا پیسې به د میندو د روغتیا ښه‌والي، د امیندوارۍ پر مهال د خطرونو کمولو او د نویو زېږېدلو ماشومانو د ساتنې لپاره وکارول شي.

دکمه بازگشت به بالا