افغان پلاوی روسیې ته د درملو د اسانتیاوو لپاره تللی

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته تللی، څو افغان سوداګرو ته د معیاري درملو او خوراکي توکو د وارداتو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغه وزارت په وینا، دا سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، د درملو د تأمین، د کیفیت کنټرول او د ثبت بهیر د اسانه کولو په موخه ترسره کېږي.

مسوولین وایي چې د دې لیدنو او خبرو هدف دا دی چې هېواد ته واردېدونکي درمل او خوراکي توکي له ټاکلو معیارونو سره سم وي او د خلکو د روغتیا ساتنې په برخه کې مؤثره پایله ولري.

دکمه بازگشت به بالا