حنفي: د استادانو پیاوړتیا د ښوونیز نظام لپاره بنسټیز ارزښت لري

د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف له یو شمېر غړو سره په کتنه کې د استادانو د ظرفیت لوړولو او پر تدریسي بهیر د څار په اړه خبرې کړې دي.
د ارګ د اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې ښاغلي حنفي د استادانو د مسلکي ودې پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښوونکو پیاوړتیا د هېواد د ښوونیز نظام د ښهوالي او د راتلونکي نسل د سمې روزنې لپاره بنسټیز ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې چې پر مسلکي روزنه پانګونه کولی شي د زدهکړو کیفیت لوړ او د ټولنې د پرمختګ لپاره اغېزناک بدلون رامنځته کړي.
هغه همداراز ډاډ څرګند کړی چې اسلامي امارت د پوهنې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د تدریسي کیفیت د لوړولو لپاره له اغېزمنو پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

