حیرتان بندر کې د الکولي مشروباتو د قاچاق هڅه شنډه شوه

د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، له اوزبیکستان سره پر پوله په حیرتان بندر کې د الکولي مشروباتو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.

د هغه په وینا، دوه تنه هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې الکولي مشروبات په یوه اوزبکي موټر کې په ماهرانه ډول پټ او هېواد ته یې دننه کړي، خو د سرحدي پولیسو له لوري ودرول شول.

چارواکي زیاتوي، د سرحدي پولیسو د څارنې او مسلکي فعالیت له امله د قاچاق کچه کمه شوې او هڅې روانې دي چې د نړیوالو اصولو له مخې مسافرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې هم برابرې شي.

دکمه بازگشت به بالا