درې افغان لوبغاړي له کورني کرکټ څلور میاشتې منع شول

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې درې لوبغاړي، سمیعالله شینواری، محمد شهزاد او افتاب عالم، یې د اجازې پرته د هند په لیجنډز کرکټ لیګ کې د ګډون له امله لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره له کورني کرکټ څخه منع کړي دي.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې چې نن (پنجشنبه، د اپرېل ۳۰مه) خپره شوې، ویل شوي چې د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې هېڅ فعاله لوبغاړی نه شي کولی د خپل اړوند کرکټ بورډ له رسمي اجازې پرته په بهرنیو لیګونو کې برخه واخلي.
د معلوماتو له مخې، یادو لوبغاړو د همدې اصولو خلاف د هند په لیجنډز کرکټ لیګ کې برخه اخیستې وه، چې له امله یې د انضباطي اقدام په توګه له کورنیو سیالیو څخه موقتي بندیز پرې ولګېد.
لیجنډز کرکټ لیګ د پخوانیو او تقاعد شویو لوبغاړو یو غیر رسمي سیالي بلل کېږي، چې وروستۍ سیالۍ یې د ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې په هند کې ترسره شوې وې.

