د جرمني چارواکي: د مجرمو افغانانو د لېږد بهیر دوام لري

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ویلي چې افغانستان ته په جرمني کې په جرمونو کې د ښکېلو افغانانو د لېږد بهیر دوام لري او دا لړۍ به په منظم ډول روانه وي.
نوموړي د «ARD» شبکې سره په خبرو کې څرګنده کړه چې دا بهیر اوس په اوونیز ډول ترسره کېږي او حکومت یې هڅه کوي هغه کسان چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي، بېرته افغانستان ته ولېږدوي.
هغه زیاته کړه چې په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې روانې دي او ټینګار یې وکړ چې د سختو جرمونو مرتکبین باید په جرمني کې پاتې نه شي، ځکه د هغه په وینا دا کار د هېواد امنیت ته زیان رسوي.
د راپورونو له مخې، جرمني تر اوسه لسګونه کسان د ځانګړو چارټر الوتنو له لارې افغانستان ته لېږلي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په جرمني کې د کډوالۍ او امنیت موضوع لا هم د سیاسي بحثونو له مهمو مسایلو څخه ده.

