د لوی درستیز مرستیال مالي خان کونړ کې د تېرې ورځې د بریدونو ټپیان لیدلي

د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان د کونړ ولایتي روغتون کې د هغو ټپیانو پوښتنه کړې چې تېره ورځ د پاکستاني ځواکونو په ډزو ټپیان شوي وو.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي د کونړ په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې پر امنیتي پوستو او مېشتو ځواکونو هم لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، مالي خان ځواکونو ته د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا د کلکې دفاع سپارښتنه کړې او د سرحدي امنیت پر ټینګښت یې ټینګار کړی دی.

