د پاکستان له بندخونو ۵۶۱ افغان بندیان خوشې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۵۶۱ افغان بندیان خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، له دغو راخوشې شویو کسانو څخه ۴۸۱ تنه د کندهار د سپین‌بولدک او ۸۰ نور د ننګرهار د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، یاد افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي وو، چې تر خوشې کېدو وروسته ورسره لومړنۍ مرستې شوې او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، تر دې وړاندې هم سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او جبري ایستلو پېښې زیاتې شوې دي.

دکمه بازگشت به بالا