روسیې او اوکراین د درې ورځني اوربند هوکړه تایید کړه

روسیې او اوکراین تایید کړې، چې د امریکا په منځګړیتوب یې د درې ورځني اوربند پر سر هوکړه کړې ده، چې ټاکل شوې د مې میاشتې له ۹مې تر ۱۱مې پورې عملي شي.
د راپورونو له مخې، د دغه موقت اوربند پر مهال به دواړه لوري پوځي بریدونه او جګړهییز فعالیتونه دروي، څو د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیاسي خبرو اترو لپاره مناسب فرصت رامنځته شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دغه اوربند هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې دا لنډمهالی توافق وغځول شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
شنونکي وایي، که څه هم دا اوربند لنډمهالی دی، خو د روانې جګړې په شرایطو کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي، ځکه دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې په سختو نښتو بوخت دي او جګړې پراخ بشري او اقتصادي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیواله ټولنه په پرلهپسې ډول د روسیې او اوکراین ترمنځ د دایمي اوربند او سیاسي حل غوښتنه کوي.

