سترې محکمې د ذوالقعده میاشت د لیدلو هڅه غوښتې

د سترې محکمې د میاشتې لیدلو مرکزي کمېټې له هېوادوالو غوښتي چې نن پنجشنبه د مازیګر له لمانځه وروسته په خپلو سیمو کې د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعده الحرام میاشتې د لیدلو هڅه وکړي.

کمېټې ویلي، که څوک میاشت وویني، باید خپل کره معلومات د ولایتي محکمو له لارې له مرکزي کمېټې سره د واټساپ په شمېرې ۰۷۸۹۰۲۸۷۸۳ شریک کړي.

سترې محکمې پر خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې چې د شاهد له تزکیې وروسته به شهادت د شرعي اصولو له مخې ارزول کېږي او وروستی اعلان به د رویت هلال مرکزي هیئت له لوري وشي.

دکمه بازگشت به بالا