له قزاقستانه افغانستان ته د غلو صادرات څلور برابره شوي

د راپورونو له مخې، د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې له دغه هېواده افغانستان ته د غلو دانو صادرات د پام وړ زیات شوي او د تېر کال په پرتله څلور برابره لوړ شوي دي.

د قزاقستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، افغانستان ته د غلو دانو صادرات د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د قزاقستان ټولیز د غلو دانو صادرات هم ۱۸ سلنه زیات شوي او ۳.۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي، چې دا د کرنیزو صادراتو په برخه کې د دغه هېواد د ودې څرګندونه کوي.

چارواکي وایي، افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم صادراتي بازار بلل کېږي او د سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو لورو په ګټه ده.

د معلوماتو له مخې، قزاقستان پلان لري تر ۲۰۲۸ میلادي کال پورې د غلو دانو د پروسس نوي شرکتونه جوړ کړي، چې کلنی ظرفیت به یې ۵.۸ میلیونه ټنو ته ورسېږي او تمه ده د صادراتو کچه نوره هم لوړه کړي.

دکمه بازگشت به بالا