لوګر کې سرخ‌اب بند د لومړي ځل لپاره له اوبو ډک شو

د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي، سرخ‌اب ذخیروي بند د لومړي ځل لپاره په بشپړ ډول له اوبو ډک شوی او د شاوخوا ۲۰ زره جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ به د سیمې د اوبو کمښت ستونزه هم تر یوه بریده حل کړي.

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رییس ملامحمد اسماعیل اخندزاده ویلي، دغه بند له کلونو ځنډ وروسته فعال شوی او اوبه یې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې دي.

د نوموړي په وینا، بند د شاوخوا ۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو ترڅنګ به د اوبو د کمښت ستونزې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

مسوولین زیاتوي، په تېرو کلونو کې د وچکالۍ له امله بزګران له جدي ستونزو او د اوبو پر سر له شخړو سره مخ وو. سرخ‌اب سیمه هم د طبیعي ښکلا له امله د سیلانیانو د تګ راتګ یو مهم ځای ګڼل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا