مطیع‌الله ویسا د ازادۍ ۲۰۲۶ جایزه ګټلې

د قلم لار بنسټ‌ايښودونکي مطیع‌الله ویسا د فرانسې نورماندي سیمې له خوا د «ازادۍ ۲۰۲۶» جایزه ګټلې ده.

د نورماندي له لوري په خپاره شوي پیغام کې ویل شوي، چې ویسا ته دا جایزه د ۷۵ هېوادونو له ۱۸ زره او ۷۰۸ ځوانانو د رأیو پر بنسټ ورکړل شوې ده.

مطیع‌الله ویسا د قلم لار بنسټ په ۱۷ کلنۍ کې پیل کړی و او وروسته یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د جوړولو او د زده‌کړې د پراختیا لپاره هڅې کړې دي.

یاده جایزه د هغه د روانو هڅو د ستاینې په توګه ګڼل شوې، په ځانګړي ډول د هغو فعالیتونو له امله چې د افغانستان محرومو سیمو کې د زده‌کړې د فرصتونو د پراختیا لپاره ترسره شوي دي.

ټاکل شوې د جایزې د ویش مراسم د جون په میاشت کې د فرانسې په کن ښار کې ترسره شي، چې پکې به زرګونه ځوانان او د دوهمې نړیوالې جګړې یو شمېر پخواني سرتېري هم ګډون وکړي.

دکمه بازگشت به بالا