ملګري ملتونه: افغانستان له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، د کډوالو پراخې راستنېدنې، وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمښت افغانستان له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

د دې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌درلود او د سړي سر عاید لا هم د ۲۰۲۰ کال له کچې ټیټ پاتې شوی دی.

راپور زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۹ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدو پر عامه خدمتونو او د خلکو پر ژوند فشارونه زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام همداراز ویلي، ګڼې کورنۍ د اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دي.

دکمه بازگشت به بالا