ننګرهار کې د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره ټنو اوړي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اټکل کړی چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره مټریک ټنو څخه واوړي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، روان کال په ۲۲ ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲ زره او ۲۱ جریبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، چې تمه ده ترې ۱۱ زره او ۳۲۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.
چارواکي وایي، د شفتالو د تولید زیاتوالی د بڼوالۍ د پراختیا، د بزګرانو د هڅو او د کرنیزو خدمتونو د ښهوالي پایله ده، چې کولی شي د کروندګرو عاید لوړ او د سیمې اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
د شمېرو پرتله ښيي چې تېر کال له شاوخوا ۱ زره او ۹۹۱ جریبه بڼونو څخه ۱۱ زره او ۲۲۳ مټریک ټنه شفتالو راټول شوي وو، چې د روان کال اټکل ورسره د لږ زیاتوالي څرګندونه کوي.
د کرنې ریاست ټینګار کوي چې د باغدارۍ سکتور پیاوړتیا به نه یوازې د کورنیو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي، بلکې د صادراتو د زیاتېدو لپاره به هم زمینه برابره کړي.

