ننګرهار کې سلګونه طبي وسایل او تخمونه نیول شوي

د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وايي، د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ تورخم ته نږدې د دويمې سرحدي لوا د کشف او ضد استخباراتو ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ سلګونه بېلابېل جراحي وسايل، طبي درمل او د سبزيجاتو تخمونه نيولي دي.
د سرچينې په وينا، ياد توکي له پاکستانه افغانستان ته په ناقانونه ډول لېږدول کېدل او د امنيتي ځواکونو له خوا تر کشف وروسته ودرول شول.
قول اردو زياتوي، دغه توکي به تر قانوني اجراآتو وروسته اړوندو ادارو ته وسپارل شي، څو د اصولو له مخې پرې لازمې پرېکړې وشي.

