ننګرهار کې محصلینو د واټساپ بدیل اپلېکېشن جوړ کړی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو وروستي سمسټر محصلینو په یو کلنې هڅې سره د پیغامرسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی، چې په وینا یې د واټساپ د بدیل په توګه کارېدلی شي.
یاد محصلین وسیعالله او اکرامالله د خراسان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي زدهکړیالان دي. هغوی وایي، دا اپلېکېشن یې د عصري اړتیاوو او د خوندي اړیکو د اسانتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ کړی دی.
د محصلینو په وینا، په دې اپلېکېشن کې ځینې داسې ځانګړتیاوې شاملې دي چې د پیغامرسونې په برخه کې اضافي اسانتیاوې وړاندې کوي او د ځینو ورته نړیوالو اپلېکېشنونو په پرتله یې ځانګړنې غوره ګڼل کېږي.
هغوی تمه لري چې د دې پروژې له بشپړې پرمختیا سره به په هېواد کې د ټکنالوژۍ د ودې او محلي سافټویر جوړونې بهیر نور هم پیاوړی شي.

