هلمند کې ماشوم له ژورې برمې ژوندی راایستل شوی

تېره شپه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې شاوخوا ۹۰ متره ژورې برمې ته لوېدلی ماشوم ژوندی راایستل شوی او ژغورل شوی دی.

د اسلامي امارت د ۲۱۵ عزم قول اردو مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، دغه ماشوم «تکبیرالله» نومېده او د ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم له لوري له برمې څخه راایستل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د ژغورل شوي ماشوم روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

هلمند له هغو ولایتونو څخه دی چې د ژورو برمو او څاګانو ته د ماشومانو د لوېدو پېښې پکې وخت ناوخت رامنځته کېږي، چې ځینې وختونه پکې د ماشومانو ژوند هم له لاسه وځي. ورته پېښې په کندهار، فراه او نیمروز ولایتونو کې هم ثبت شوې دي.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د هلمند اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې وه چې د خپلو ژورو برمو سرونه پټ کړي، څو د دې ډول پېښو مخه ونیول شي.

په افغانستان کې د وچکالۍ له امله ډېرې برمې او ژورې څاګانې کیندل شوې، خو د ناسم خوندیتوب له کبله وخت ناوخت ماشومان او څاروي پکې لوېږي چې ډېری یې ژوندي نه ژغورل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا