هلمند کې یو تښتول شوی کس د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ازاد شو

د آریانا نیوز د راپور له مخې، د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس عبدالباري راشد ویلي چې تېره شپه ناوخته د ګرشک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې یو تښتول شوی هېوادوال له انسانتښتوونکو وژغوره.
نوموړي زیاته کړې چې دغه کس شاوخوا ۲۱ ورځې مخکې له لښکرګاه ښار څخه تښتول شوی و او وروسته د انسانتښتوونکو له لوري ګرشک ولسوالۍ ته وړل شوی او هلته په یوه کرایي کور کې ساتل کېده.
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، عملیات د شپې شاوخوا یوه بجه ترسره شول، چې په پایله کې تښتول شوی کس روغ رمټ ازاد شو.
سرچینې وایي چې په دې عملیاتو کې یو انسانتښتوونکی هم نیول شوی او د پېښې له نورو ښکېلو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.

