چارسده کې وسله‌وال برید؛ دیني عالم مولانا ادریس وژل شوی

د خیبرپښتونخوا په چارسده سیمه کې د مشهور دیني عالم مولانا ادریس د وسله‌وال برید له امله وژل شوی دی.

ځایي سرچینې وایي، پېښه نن سهار رامنځته شوې، کله چې نامعلومو وسله‌والو پر نوموړي ډزې وکړې او هغه یې په ځای وواژه.

د پېښې دقیق څرنګوالی او د برید انګېزه تر اوسه په بشپړ ډول نه ده روښانه شوې، خو سیمه‌ییزو سرچینو د امنیتي وضعیت د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

مولانا ادریس د سیمې له پېژندل شوو دیني څېرو څخه بلل کېده او په بېلابېلو دیني غونډو او ویناوو کې یې ګډون درلود. راپورونه زیاتوي چې نوموړي په وروستیو کې په یوه وینا کې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر ستاینه کړې وه، چې وروسته یې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولې وې.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم رسمي امنیتي سرچینو د پېښې په اړه تفصیلي معلومات خپاره کړي دي. چارواکي وایي چې د برید د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

دکمه بازگشت به بالا