کونړ کې د پاکستاني بریدونو له امله درې وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت ویلي چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکز او جوماتونو بریدونه کړي دي.

ښاغلي فطرت په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون درې کسان شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو بریدونو له امله دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه هم نړېدلي دي، همداراز شاوخوا ۸۰ څاروي تلف شوي دي.

سرچینې وایي چې دا بریدونه د سیمې ملکي خلکو ته درنه مرګ‌ژوبله او زیانونه اړولي او د عامه تاسیساتو د ویجاړېدو لامل شوي دي.

دکمه بازگشت به بالا