اروپايي پارلمان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع څېړي

د اروپايي پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ اروپايي ټولنې ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع وڅېړي.
دغه بحث په داسې مهال ترسره کېږي، چې د اسلامي امارت له استازو سره د اروپايي کمېسیون تر وروستیو ناستو وروسته، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت هم د اروپايي پارلمان د غړو د بحث یوه برخه ګرځېدلې ده.
ټاکل شوې د پارلمان غړي افغانستان ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ستنولو څرنګوالی، احتمالي اغېزې او اړوندې ستونزې وارزوي.

