اسرائیلي ځواکونو غزې ته د بشري مرستو بېړۍ درولې دي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د قبرس له سواحلو سره نږدې غزې ته د بشري مرستو روانې بېړۍ درولې دي.

د راپورونو له مخې، دغه بېړۍ د بشري مرستو د لېږد لپاره غزې ته روانې وې، خو اسرائیلي ځواکونو یې د حرکت مخه نیولې ده.

نړیوالو رسنیو دا اقدام پر غزې د روانې کلابندۍ دوام بللی او ویلي یې دي چې د مرستو محدودول د بشري وضعیت لا خرابېدو سبب ګرځي.

په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې له تېرې پنجشنبې راهیسې غزې ته د ترکیې له لوري د بشري مرستو د شاوخوا ۵۰ بېړیو د درولو خبرداری هم ورکړل شوی و.

بلخوا الجزیرې خبري شبکې هم راپور ورکړی چې اسرائیلي رژیم غزې ته د بشري مرستو د رسېدو مخه نیسي، په داسې حال کې چې د سیمې بشري وضعیت ورځ تر بلې د اندېښنې وړ بلل کېږي.

نړیوالو بنسټونو او بشري فعالانو څو ځله د غزې اوسېدونکو ته د خوراکي توکو، درملو او نورو لومړنیو اړتیاوو د رسولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې ملکي وګړي باید له بشري مرستو بې‌برخې نه شي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا