اسلامي امارت د بنو برید په تړاو د پاکستان تورونه رد کړل

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه وروستۍ څرګندونې رد کړې، چې ادعا یې کړې وه د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ پر پولیسو شوی برید په افغانستان کې پلان شوی دی.

مجاهد پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې ویلي، اسلامي امارت دا ډول تورونه بې‌اساسه ګڼي او باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې باید د تورونو، ګواښونو او احساساتي دریځونو پر ځای د تفاهم، متقابل احترام او واقعي همکاریو له لارې حل شي.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت یو ځل بیا خپل روښانه دریځ څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښ کړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې د سیمې امنیت او ثبات د ټولو هېوادونو ګډ مسؤلیت دی او باید په دې برخه کې له بې‌بنسټه تورونو او تبلیغاتو ډډه وشي.

دکمه بازگشت به بالا