عطاالله عمري له ازبکستان سره د کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په تاشکند کې د وچې په منځ کې پرتو هېوادونو د نړیوال تخنیکي مجمع په څنډه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ او ګډو پانګونو د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
نوموړي په دې مجمع کې د خوړو خوندیتوب او دوامدارې پراختیا موخو په تړاو هم خبرې کړې دي.

