متقي په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ځمکه وکتله

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ۱.۶۸ هکتاره ځمکه له نږدې لیدلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې متقي سره په مسکو کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن هم ملتیا کوله.

یاد وزارت وایي، دغه ځمکه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اړوندې ادارې له لوري د مسکو ښار په یوه مهم موقعیت کې د افغانستان سفارت لپاره ځانګړې شوې ده.

د وزارت په خبره، ټاکل شوې پر دې ځمکه د افغانستان سفارت ودانۍ او اړین تأسیسات جوړ شي، چې له بشپړېدو وروسته به د سفارت اداري، قونسلي او کلتوري فعالیتونو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

امیرخان متقي له څو ورځو راهیسې په مسکو کې دی او د افغانستان په اړه یې د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي د خپل سفر پر مهال له یو شمېر روسي چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم لیدنې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا