اسلامي امارت د قطر د ګازو په تاسیساتو کې د چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قطر په راس لفان صنعتي ښار کې د ګازو په تاسیساتو کې شوې چاودنې له امله پر اوښتې مرګ‌ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه چاودنه د مایع طبیعي ګاز د پروسس په یوه مهم مرکز کې رامنځته شوې چې له امله یې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د قطر دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو سره په دې غمیزه کې ځان شریک بولي او هغوی ته یې د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، اسلامي امارت د پېښې قربانیانو ته د الله تعالی له درباره د مغفرت، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او د مړو شویو کسانو کورنیو ته د جمیل صبر او زغم دعا کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا